دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 192978
مدني ټولني دفساد په مخنيوي کي اغیزمن رول ادا کولای سي
د کندهار والي حیات الله حیات په شمول د چارو ادارې د مدني ټولنو ریاست استازي محمد اکبر هوتک، د کندهار، زابل، روزګان او هلمند ولایتونو د مدني ټولنو د ګډي همکارۍ ګروپ (سی، ایس، جې، ډبلیو،جي ) د سکرتریت نارینه او ښځینه استازو ګډون کړی وو. په غونډه کي نورو ویناوالو د حکومت او مدني ټولنو د همکاریو په ترڅ کي د پيښیدونکو اصلاحاتو پر پيښیدو خپل نظریات شریک کړل او د حکومت او مدني ټولنو د هر اړخیزه همکاریو پر دوام يې ټینګار وکړ.
دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د مدني ټولنو او حکومتي ادارو د همکارۍ په موخه جوړه سوې ګډه ناسته کي وکړې.
په جوړه سوې غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات په شمول د چارو ادارې د مدني ټولنو ریاست استازي محمد اکبر هوتک، د کندهار، زابل، روزګان او هلمند ولایتونو د مدني ټولنو د ګډي همکارۍ ګروپ (سی، ایس، جې، ډبلیو،جي ) د سکرتریت نارینه او ښځینه استازو ګډون کړی وو.
په غونډه کي نورو ویناوالو د حکومت او مدني ټولنو د همکاریو په ترڅ کي د پيښیدونکو اصلاحاتو پر پيښیدو خپل نظریات شریک کړل او د حکومت او مدني ټولنو د هر اړخیزه همکاریو پر دوام يې ټینګار وکړ.
هغوی په خپلو خبرو کي یادونه وکړه، چي ولس ته د حساب ورکوني په جوړیدونکو غونډو او یو شمیر اړینو مسايلو کي د کندهار والي له لوري ورته د ګډون زمینه سازي کول یو بې ساری ګام دی او د کندهار والي د یادو کړنو ستاینه یې وکړه.
کندهار والي حیات الله حیات هم پخپل وار سره خبري وکړې او وویل: چي مدني ټولني د اطباعو د حقوقو، معلوماتو ته لاسرسي، اصلاحاتو راوستلو، کار اهل کارته سپارلو، فساد په مخنیوي، د میرمنو د حقوقو خوندیتوب، مساوات او ګڼو نورو برخو کي مسؤلیت لري او باید کار وکړي.
کندهار والي زیاته کړه، کچیري د فساد په مخنیوي کي مدني ټولني د حکومت سره همکاري وکړي نو ډاډه یم ، چي ډیر اصلاحات به راسي او د خلکو حق به خوندي سوی وي.
ښاغلي حیات په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي موږ د مدني ټولنو سالم انتقاد ته غوږ نیسو او د اصلاح په موخه يې اقدام کوو، تر څو په ګډو هلو ځلو په چارو کي سمون راسي.
https://avapress.com/vdcbz5b8wrhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته