دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 192981
د میدان وردګو د جغتو ولسوال کابل کې ووژل شو
د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالی ولسوال، راز محمد وزیري په کابل ووژل شو.

د میدان وردګو ولایت د رسنیو چارواکو د دې خبر په پخلي سره ویلي چې راز محمد وزیري کابل ته د ولسوالانو لس ورځني ورکشاپ ته معرفي شو او د شنبې په ورځ مازدیګر د کابل ښار شپږمه امنيتي حوزه کېوژل شوی دی.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي راز محمد وزیري د دوی د کسانو په چریکي برید کې د کابل کوټ سنګي سیمه کې وژل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc0dyyw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته