دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 192987
ولسمشر واليانو ته د ښې حکومتولۍ سپارښتنه وکړه
ولسمشر محمد اشرف غني د يو شمېر ولايتونو له واليانو سره په کتنه کې دوی ته سپارښتنه کړې چې ښه حکومتولي دې وکړي، د امنيت ټينګښت ته د پاملرنه وکړي او د زېربنايي او عمراني پروژو په تطبيق کې دې هڅې وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغو کتنو کې چې په ارګ کې وشوې، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، هرات والي عبدالقیوم رحیمي، د لغمان والي محمداصف ننګ، د دایکنډي والي سید انور رحمتي او د بدخشان والي محمد زکریا سودا د راپورونو د وړاندې کولو ترڅنګ د خپلو اړوندو ولایتونو د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر محمداشرف غني سره شریک کړل.
ولسمشر غني داسې مهال په ولايتونو کې د امنيت د ټينګښت، ښې حکومتولۍ او عمراني پروژو د پلي کېدو سپارښتنه کوي چې د افغانستان له ولسمشريزو ټاکنو وروسته تر يوې کچې د امنیت په تينګښت او حکومتي چارو کې مثبت بدلونونه ليدل کېږي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د دې ولایت د ملي امنیت رییس نظر علي واحدي یې ملتیا کوله، له ولسمشرغني او یو شمېر نورو لوړپوړو چاوراکو سره د ننګرهار د ستونزو د حل او دې ولایت ته د لا ښې پاملرنې په موخه ناستې کړي دي.
شاه محمود میاخیل پرون په ارګ کې له ولسمشرغني سره لېدنې پر وخت دې ولایت کې د ترسره شویو وروستیو بدلونونو او کړنو د شریکولو ترڅنګ د ننګرهار اړوندې بېلابېلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې. باید یاده شي چې د لیدنې پر مهال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالمتین بیک حضور درلود.
ښاغلي غني د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ستایلی او د چارو د ښه تنظیم له کبله یې مننه ورڅخه کړې. ولسمشر د امنیت د ټینګښت، ښې حکومتولۍ او د زېربنایي او رغنیزو پروژو د پلې کولو په برخه کې ننګرهار ته د خاصې پاملرنې ژمنه کړې. د یادونې وړ ده چې هممهاله د حکومتولۍ، اقتصادي پیاوړتیا، یو شمیر لویو پروژو د پیل کېدو، امنیت تامین او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي. شاه محمود میاخیل د خپلو لیدنو پر دوام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره هم د دې ولایت امنیتي وضعیت په اړه ناسته کړې ده.
د ښاغلي میاخیل او حمدالله محب دا لېدنه د امنیت شورا په دفتر کې شوې ده. والي شاه محمود میاخیل د ننګرهار د امنیتي وضعیت او په یاده برخه کې یې د وروستیو تحولاتو او لاسته راوړنو معلومات د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر محب سره شریک کړي دي، او هم یې ورڅخه د شته ستونزو په حل کې د همکاریو غوښتنې کړي دي. حمدالله محب ویلي ډېر ژر به ننګرهار ته رسمي سفر وکړي. هم یې د تشکیلاتو په زیاتوالي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو رواستو خبره کړې.
بلخوا بیا د ښار جوړولو او ځمکو وزرات سرپرست وزیر محمد جواد پیکار شاه محمود میاخیل سره د لیدنې پر وخت ژمنه کړې چې ډیر ژر به د دې ولایت د ښارګوټو اړوند ستونزې حل او مستحقو کورنیو ته به یې د ویش لړۍ پیل کړي .
باید وویل شي چې په دې وروستیو ننګرهار کې امنیتي وضعیت د ښه کېدو خواته روان دی. ولسونه له مرکزه په دې ولایت کې د لویو پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdcbw5b8zrhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته