طالبانو د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په کاروان بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يو امريکايي او شپږ کمانډويان وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د صفر يک قطعې د عسکرو په موټريز کاروان يې هغه مهال بريد او چاودنه وکړه چې د ده يک ولسوالۍ تاسنک سيمې ته د چاپې په نيت ورغلي وو.
نوموړی زياتوي چې په دې بريد او چاودنه کې يو شمير عسکر ټپيان شوي هم دي او يو هايلکس موټر يې له منځه تللی.
که څه هم په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي خو وخت ناوخت دا عسکر د طالبانو له بريدونو سره مخ کيږي چې مرګ ژوبله ور اړوي.
تر اوسه د غزني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلی.