کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولت ساز ټاکنیز ټيم سره هملوری ګوندونه: غیری بایومتریک رایی باید وشمیرل شی

21 میزان 1398 ساعت 15:39

دولت ساز ټاکنیز ټیم سره هملوری ګوندونه وایی چی غیری بایومتریک رایی باید وشمیرل شی او ټاکنو خپلواک کمیسیون مستقلانه خپل کار ترسره کړی.



د آوا په ګزارش سره، ملی رفاع ګوند او دولت ساز ټاکنیز تکت سره هملوری ګوندونه د یو خبری په کنفرانس په لړ کې د غیری بایومتریک رایو شمیرلو غوښتونکې شوی دی.
سید محمد حسن جعفری؛ د ملی رفاع ګوند عمومی منشی په دی کنفرانس کې وویل: موږ ټاکنو کمیسیون له لوری نتایجو اعلان ته په صبر پاته کیږو او ددی کمیسیون څخه غواړو چی غیری بایومتریک رایی هم وشمیری. ځکه په بعضی سیمو کې مشکل خپله کمیسیون له لوری وو.
ښاغلی جعفری د آوا خبرنګار پوښتنې په ځواب کی چی کوم تضمین شتون لری چی همدا غیری بایومتریک رایی د ۲۰۱۴ ټاکنو په شان تقلبی وی؟ وویل:ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین په ۲۰۱۴ کال کې خپل اسلامی او ملی رسالت ترسره کړی نه وو او اوس د بندیخانو شاته قرار لری.
د هغه په وینا د کمیسیون مسئولینو سره په خبرو کې هغوی ویلی دی چی ملی ګټو په لړ کې حرکت کوی او د ګوسفندی رایو او قلب مسائلو په لټه نه دی او نتایجو اعلان وروسته که کوم مشکل شتون ولری ټوله کولای شی ټاکنو شکایاتو کمیسیون ته مراجعه وکړی.
 


د مطلب کود: 193002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193002/دولت-ساز-ټاکنیز-ټيم-سره-هملوری-ګوندونه-غیری-بایومتریک-رایی-باید-وشمیرل-شی

آوا
  https://www.avapress.com