دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 193004
ننګرهار کې ۳۲ طالب او داعش وسله وال وژل شوي ـ دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیات پرمهال۳۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتې له‌مخې دغه عملیات له تېرو څو ورځو د ننګرهار په ناامنه ولسوالیو کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي قواوو په ملاتړ د داعش او طالب وسله والو پر ضد پيل شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه «تلې۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې یوازې تېره شپه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي بریدونو پرمهال د داعش ډلې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تېره شپه د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
هغه وویل:"په مجموع کې زیات عملیات خپله افغان قواو تنظیم کړي دي او د هغوی لخوا اجرا کېږي،په ډېرو کمو مواردو کې نړیوال ځواکونه له افغان ځواکونو سره همکاري کوي،کله چې موږ له کومې ستونزې سره مخ کېږو، یا هم امکانات ونه لرو بیا له نړیوالو قواو څخه همکاري غواړوي."
بلخوا د ننګرهار د والي دفتر هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تېرې شپې عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې ۱۲ وسله وال وژل شوي او درې عرادې موټر یې هم تخریب شوي دي.
طالبانو او داعش وسله والو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx1qs02bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته