دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 193005
طالبانو د ږیرو په خرېیلو بندیز او جزا یې ورته وټاکله
طالبانو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال خلکو ته ویلي دي چې خپلې ږیرې دې نه خرېي او که هر چا خپله ږیره وخرېیله، سزا به ورکول کېږي. دې ډلې خلکو ته اخطار ورکړی چې که سر له دې جمعې چا ږیره وخرېیله، یوه ورځ به بند تېروي، که چا په دویم ځل ږیره وخرېیله یوه میاشت به بند پرې راځي او که په درېیم ځل چا دا عمل تکرار کړ؛ نو په عام محضر کې به د طالبانو د صحرايي محکمې له حکم سره سمه جزا ور کول کیږي. طالبانو همدا ډول نایانو ته هم ویلي دي، که دوی د چا ږیره ور وخرېیله سخت سزا به ورکړي.
 
د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې طالبانو ټولو ملایانو ته امر کړی چې د منبر له لارې د طالبانو دا امر خلکو ته ورسوي او له هغوی وغواړي چې د ږیرو خرېیل ودروي او د طالبانو د غوښتنې سره سم خپل ظاهر جوړ کړي. ویل کېږي له څرخ وروسته به د لوګر په نورو ولسوالیو کې هم د طالبانو دا حکم پلی کېږي.
 
هغه زیاته کړه، د طالبانو والي حاجي لالا خپلو وسله والو ته امر کړی چې د ږیرې د نه خرېیلو ترڅنګ د ټولو هغو کسانو یو لېست هم جوړ کړي چې په کابل کې دندې لري او محصلین دي.
 
د څرخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبان چې کله دې ولسوالۍ ته راغلل، په لومړي سر کې یې له عامو خلکو سره ډېره نرمه رویه کوله، خو د وخت په تېرېدو سره چې شمېر یې ډېر شو، له خلکو سره یې چلند بدل شو او د ټوپک په زور یې بدماشي او باداري پیل کړه.
 
د څرخ اوسېدونکي وايي، د طالبانو دا عمل ورته د منلو وړ نه دی او دوی نه غواړي د پخوا په څېر بیا د دوی د ږیرو او شخصي ژوند واک د نورو خلکو لاس ته ولوېږي، د دوی په وینا چې پخوا يې یوه مړۍ ډوډۍ طالبانو ته ورکوله چې له دې وروسته دوی نه غوړاي دا ډوډۍ هم ورکړي.
 
د یادونې وړ ده چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال هم د خلکو په جامو، سټایل او شخصي ژوند کې کار درلود او هغه کسان یې وهل او بندي کول چې یا به یې پېکی پريښی و او یا به یې ږیره خرېیلې وه. دوی همدا ډول په موسیقي، د ځانګړو مناسبتونو په نمانځلو او یو شمېرو نورو تفریحي کارونو هم بندیز لګولای و.
 
د سولې پروسې له ګرمېدو سره دا خبره ډېره ښکته او پورته کېده چې طالبان بدل شوي دي او دوی اوس هغه طالبان نه دي چې د خلکو له ږیرې او جامو سره یې کار درلود، خو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو نوي بندیزونه ثابتوي چې دا ډله اوس هم په پخواني فکر کې ده او هېڅ بدلون یې نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcdzs0fkyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته