دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 193007
د محمد نبي لوبډلې پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه
د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د مس عينک اتلانو د کابل بازانو لوبډلې ته په نهه ویکټو باندې ماتې ورکړه او د لیګ پلی آف مهم پړاو ته یې لار پیداکړه.
د یاد ليګ په ۱۲مه لوبه کې د کابل بازانو او وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې نن سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې چې د غرمې پر مهال یاده سیالي د مس عینک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې او د ۱۳۲ منډو هدف یې مس عینک لوبډلې ته وټاکه.
د کابل بازانو لوبډلې لپاره کریم جنت ۲۷، حضرت الله ځاځي ۲۶ او عبدالرحمن ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.
د مس عينک اتلانو له لوري نور احمد درې، نوين الحق، يمين احمدزي او طارق ستانکزي یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۳۲ منډو هدف د مس عينک اتلانو لوبډلې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې پوره کړ او په ۹ ويکټو يې پکې بريا خپله کړه.
د مس عینک لپاره نور علي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې، احسان الله جنت ۳۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۱۷ منډې وکړې.
د کابل بازانو له لوري يوازې حمزه هوتک یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور احمد ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۳ مهمې ويکټې ترلاسه کړې.
په نننۍ لوبه کې صديق الله پاچا هم ګډون وکړ، چې دا يې د مس عينک اتلانو لپاره لومړۍ لوبه وه.
د يادولو ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره د مس عينک اتلانو هم پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه، چې تر دوی مخکې د کابل بازانو لوبډلې پلی آف پړاو ته لار پېدا کړې وه.
همدا شېبه د شپږیزې لیګ په ۱۳ مه لوبه د بوست ساتونکو او سپين غر زمريانو ترمنځ په کابل نړیوال لوبغالي کې روانه ده.
په دې لوبه کې د بوست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او د سپين غر زمريانو پر وړاندې يې د توپوهنې پرېکړه وکړه دوی دا مهال په ۱۲ اورونو کې ۷۲ منډې کړي او ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي.
د سپين غر زمريانو له لوري عبدالواسع تر دا مهاله درې مهم لوبغاړي سوځولي دي.
https://avapress.com/vdcfxmdyew6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته