دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 193021
په جاپان کې د هاګیبیس طوفان ۲۰ کسان مړه کړل
په جاپان کې هاګیبیس په نامه د سخت طوفان له کبله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي.
د جاپان ۳۱۰۰۰ امنیتي ځواکونو او د ژغورنې څه باندې ۱۰۰زره کارکوونکو ټوله شپه کار کړی دی چې په اوبو کې ایسار شوي کسان وژغوري.
طوفان د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۱۳) د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو سیمو کې د سختو بارانونو او سیلابونو لامل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې.
حکومت وايي په دغو پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ورک دي، خو د جاپان ملي خبري رسنۍ (ان آچ کیو) وايي چې ۲۴ تنه مړه شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو رسنیو په حواله لیکلي دي چې ۱۵ نور کسان ورک
دي.
د جاپان د مرکزي سمندر ناګانو په ګډون د ډېرو سمندرونو اوبه له خپلې سطحې پورته شوي دي، د استوګنو سیمو، سړکونو او لارو کوڅو ته ختلي دي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي.
د همدغه کړکیچ له کبله په جاپان کې د رګبي د روان نړیوال جام د لوبو درېیمه سیالي هم لغوه شوه.
پوځ د الوتکو په وسیله په ډېرو سیمو کې خلک له بامونو او اپارتمانونو څخه خوندي سیمو ته انتقال کړل. د جاپان په نورو ښارونو کې بیا د موقتي کښتیو په وسیله خلک ژغورل شوي دي.
د هاګیبیس طوفان په تېرو څو کلونو کې په جاپان کې تر ټولو خطرناک او خونړی طوفان بلل کیږي چې په یو ساعت کې ۲۱۶ کیلو مېتره واټن وهي. دا طوفان او سیلاب د جاپان د هونشو له ټاپو څخه پیل شو چې نورو سیمو ته وغځېده.
https://avapress.com/vdcb5fb88rhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته