کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر:د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلان نه شي

22 میزان 1398 ساعت 9:46


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلان نه شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ټینګار سره سره چې د مهالوېش سره سم به د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان میاشتې په اووه ویشتمه نېټه اعلان شي، اوس د دې کمېسیون یو غړی وايي چې د لومړنۍ پایلو اعلان به څو ورځې وځنډېږي.
محمد عبدالله وايي، دوی نه شي کولی چې دا ملي پروسه د سرعت قرباني کړي.
ده وویل: “کره یې نه شم ویلی چې څومره به وځنډېږي، خو یوازې یو څو ورځې به په ځنډ اعلان شي، موږ کره والی د سرعت قرباني کولی نه شو.”
په ورته وخت کې د دې کمېسیون یوه بل غړي اورنګزېب د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو ملي مرکز ته د اطلاعاتو د لېږد بهیر له یو شمېر ستونزو سره مخ شو او له همدې امله د دوی چارې یو څه ټکنۍ شوې.
خو دی زیاتوي، دوی د دې ستونزې د حل لپاره د معلوماتو یو مرستیال مرکز هم پرانیستی چې دا به د دوی چارې چټکي او ډېر ژر به ټول اطلاعات د معلوماتو ملي مرکز ته ولېږدول شي.
دی زیاتوي: “زموږ لپاره وخت مهم دی چې باید ور سره سم مخکې ولاړ شو او د همدې مهالوېش له مخې پایله له خلکو سره شریکه کړو، خو هڅه به دا وي چې شفافه نتیجه خلکو ته اعلان کړو چې د ولس قناعت حاصل کړي، که چېرې په دې برخه کې کوم ځنډ هم راځي، پایله به پاکه وي.”
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان میاشتې د شپږمې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۲۵۹۸۴۴۵ کسانو ګډون کړی و، خو له دې شمېرې اوس‌مهال یوازې د اووه سوه زره رأی ورکوونکو اطلاعات د معلوماتو ملي مرکز ته لېږدول شوي دي.


د مطلب کود: 193048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193048/د-انتخاباتو-کمېسیون-کمېشنر-لومړنۍ-پایلې-په-خپل-وخت-اعلان-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com