کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترانسپورت وزارت د پروژو د مدیریت د معلوماتو سیستم پرانیستل شو

22 میزان 1398 ساعت 10:09


کابل، افغانستان: د ترانسپورت وزارت د پروژو د مدیریت معلوماتي سیستم معرفي کړ.
دغه سیستم د اداري اړتیاوو پر بنسټ، د روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې د پیاوړتیا رامنځته کولو، د تصمیم نیونې د اسانتیا او د زېربنایي پروژو معلوماتو ته د وګړو د لاسرسي حق د خوندیتوب په موخه رامنځته شوی دی.
د ترانسپورت، وزیر یما یاري،  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې د پروژو د مدیریت د معلوماتو د سیستم معرفي کولو پر مهال وویل: په دغه سیستم کې د دې وزارت اړوند ټولې پروژې ځای پر ځای شوې، خلک په اسانۍ سره کولای شي یاد سیستم ته دننه شي او د پروژو په اړه خپل د اړیتا وړ معلومات په لاس راوړي.
هغه زیاته کړه د دې وزارت اړوند د پروژو د تطبیق یا کیفیت په برخه کې که خلک د ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخ کیږي کولای شي د دغه سیستم په کارولو سره د هغو پروژو عکس یا وډيو واچوي چې ستونزې لري، څو هغې ته رسېدنه وشي.
د ترانسپورت وزیر وویل د یاد وزارت ناظرین هره ورځ په ولایتونو کې د پروژو د وضعیت اړین معلومات سیستم ته دننه کوي چې دغه معلومات هره اوونۍ په مرکز کې څیړل کیږي.
ښاغلي یاري وویل د پروژو د مدیریت د معلوماتو سیستم را منځته کول د اساسي کړنو څخه د فساد سره د مبارزې او روڼتیا رامنځته کول دي، له یاد سیستم څخه په ګټې اخیستنې سره هره ستونزه چې د پروژو د تطبیق او کیفیت په برخه کې رامنځته کیږي هره ورځ کتل کیږي او د هغه له مخې تصمیم نیول کیږي.
د ترانسپورت وزارت هغې ژمنې ته په پاملرنه چې د شفافیت د رامنځته کولو او له فساد سره د مبارې په برخه کې یې لري، هڅه کوي چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي بهتره زمینه برابره کړي. د پروژو د مدیریت د معلوماتو سیستم، ملت ته د حکومت حساب ورکولو ته پیاوړتیا وربښي. ###


د مطلب کود: 193051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193051/د-ترانسپورت-وزارت-پروژو-مدیریت-معلوماتو-سیستم-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com