دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 193058
غور ولایت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د غور ولایت مرکز ته نږدې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۲ مېرمنې وژلې او ګڼو سورلیو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د غور ولایت د ولایتي شورا غړی «عبدالحمید ناطقي» وايي « د فیروزکوه ښار په څو کیلومترۍ کې په بندبایان سیمه
کې د سپرلۍ په یو موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې ۲ مېرمنې وژل شوې او ګڼ نور شمېر نور کسان ټپیان دي».
بل لور ته د غور ولایت امنیتي مسئولین بیا پېښه له لارې څخه د موټر د اوښتلو په پایله کې رامنځته شوې بولي او په خبره یې د مرګ ژوبلې په تړاو لا هم دقیق معلومات نشته.
https://avapress.com/vdcbsfb8wrhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته