کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بورکینا فاسو کې یوه وسله وال ۱۳ لمونځ کوونکي وژلي

22 میزان 1398 ساعت 13:40


یوه وسله وال کس د بورکینا فاسو په سلموسو سیمه کې پر یوه لوی جومات داسې حال کې برید کړی چې لسګونه مسلمانان پر لمانځه ولاړ و.
دې برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او سیمه هم د اوسیدونکو له شتونه خالي شوې وه.
د رویټرز او فرانس پرس د رپوټ پر بنسټ دا برید تیرې جمعې په ورځ ماښام مهال شوی دی.
فرانس پرس ویلي د سیمې اوسیدونکو نن سهار له سیمې وتل پيل کړي دي.
د سیمې یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دې پيښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
تر اوسه د برید کوونکي هویت نه دی معلوم شوی.
دې وروستیو کې بورکینا فاسو کې زیاتره بریدونه شوي چې د ډیرو پړه یې پر القاعدې او اسلامی دولت ډلې باندې اچول شوې وه.
سرچینې وایي د یادو ډلو جنګیالي له ګاونډي هیواد مالي نه دغه هیواد ته ور اوړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې تر اوسه د پيښې له سیمې ۵۰۰ زره کسان خپل کورونه خوشې کړي دي او شاوخوا ۳۰۰۰ ښوونځي هم تړل شوي دي.
تیره اونۍ هم د یوه وسله وال کس برید کې ۲۰ کسان وژل شوي و.
بورکینا فاسو د افریقا په لویدیځ کې یو په وچه کې چاپير شوی هیواد دی.
دا هیواد په تیر کې د فرانسې یو مستعمره و او لاهم هلته ۲۰۰ فرانسوي سرتیري میشت دي.


د مطلب کود: 193060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193060/بورکینا-فاسو-کې-یوه-وسله-وال-۱۳-لمونځ-کوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com