دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 193061
د يوناما عمومي رئيسې دکندهاروالي سره وکتل
د بشرحقونو په برخه کي د افغانستان لپاره د يوناما عمومي رئيسې فويان هيري فريزر او يو شمېر نورو مسؤلينو په ولايت مقام کي دکندهار والي حيات الله حيات سره وکتل.
راغلي پلاوي د راتګ موخه د بشر حقونو اړوند د ښځو او ماشومانو د حقوقو خونديتوب، دبنديانو د وضعيت معلومولو، شکنجو د مخنيوي او دملکي مرګ ژوبلي دکچي معلومول ياد کړل.
کندهاروالي د دوی له راتګ څخه مننه وکړه او وويل: دا مهال د ښځو د حقونو خونديتوب او په دولتۍ ادارو کي د دوی مشارکت ته پراخي هڅي کېږي ترڅو دوی د خپلو حقونو څخه برخمني سي.
د ښاغلي حيات په خبره د ماشومانو لپاره د روغتيا په برخه کي د واکسين سهولتونه اماده کول، د زده کړو زمينه برابرول او ورته نورو برخو کي د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته اړوند ادارې پراخي هڅي کوي.
کندهار والي زياته کړه په کندهار مرکزي زندان کي بنديانو ته د زده کړو، حرفو، لاسي صنايعو او نورو برخو کي اسانتياوي برابري سوي دي او د وهلو ټکولو او شکنجو مخه نيول سوې او په خبره يې دا مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د محبس لپاره نوې ودانۍ جوړيږي، چي د اوسني محبس د ځای د نشتون ستونزه به تر ډېره ورسره حل سي.
کندهار والي حيات الله حيات وويل، سوله اوليت لري خو تر سولي مخکي ټولنيز عدالت راوستل اساس دی ځکه نو په عدلي او قضايي ادارو کي د فساد د مخنيوي او عدالت د تامين په موخه د عدلي او قضايي ادارو تر مينځ بشپړه همږغي راغلې ده او اوس ولس د يادو ادارو پر پرېکړو پوره باور لري.
کندهار والي راغلي پلاوي ته په ګڼو نورو برخو کي هم معلومات ورکړل او د بشپړي همکارۍ ډاډ يې وړاندي کړ.
https://avapress.com/vdcfvmdyyw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته