دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 193062
دشکنجې دمخنیوي کمېسیون غړو دکندهاروالي سره وکتل
د کندهار والي  د شکنجې د مخنیوي کمېسیون غړو، د عدلیې وزارت معین سیدمحمد هاشمي او د ښځو چارو وزارت معینې سپوږمۍ وردګ سره وکتل، چي پر مهال یې د ملي امنیت رئيس تورن‌جنرال برکت‌الله څمکني، د استیناف څارنوالۍ رئیس عیسی ابراهیم‌خېل، د عدلیې رئيس نیک محمد احمدي، د ښځو چارو رئيسې رقیه اڅکزۍ او د ملکي او نظامي ادارو یو شمېر نورو استازو ګډون درلود.
د غونډي په پیل کي د راغلي پلاوي مشر سیدمحمد هاشمي د خپل درې ورځني سفر موخه د توقیف‌ خانو او نظارت‌خانو څخه لیدنه او ۶۰ تنو تحقیق‌کوونکو ته زده‌کړې ورکول یاد کړل او په دي برخه کي يې له ځایي مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي وویل، دوی له نظارت‌خانو او توقیف‌خانو څخه لیدنه کوي او راپور یې د شکنجې د مخنیوي کمېسیون له لارې جمهوري ریاست سره شریکوي، څو د قانون د تطبیق په برخه کي لازم اجراات ترسره او د ناقانونه کړنو او ځورونو مخه ونیول سي.
نوموړي دغه راز کندهار والي او ځینو نورو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چي په عدلي، قضایي او تحقیقي برخو کي خپلې ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي، څو د حل په موخه تر کمېسیون او جمهوري ریاست پورې ورسېږي.
کندهار والي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چي د شکنجې د مخنیوي او د قانون د لا ښه تطبیق په موخه دې ولایت ته راغلي دي.
ښاغلي حیات د راغلي پلاوي له لوري د تحقیق مسؤلینو ته د ټرننګ ورکول د شکنجې د مخنیوي په برخه کي موثر اقدام یاد کړ او زیاته یې کړه، څومره چي ملي، امنیتي ځواکونه او د تحقیق‌مسؤلین زده‌کړې ترلاسه کوي، هومره به د شکنجې ارقام کم او قانون به په ښه ډول پلی سوی وي.
ښاغلي حیات خوښي څرګنده کړه، چي تر بل هر وخت په عدلي او قضايي ارګانونو کي تغییرات راغلي، چي له امله یې په چارو کي د ښه‌والي ترڅنګ فساد سره جدي مبارزه سوې ده.
کندهار والي دغه راز راغلي پلاوي څخه د ښځینه بندیانو لپاره د مرکز اصلاح په جوړولو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي د ښځو چارو وزارت معینې سپوږمۍ وردګ له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو.
کندهار والي د شکنجې مخنیوی د انساني کرامت پر ځای کول وبلل او په دي برخه کي یې راغلي پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcg3w9qxak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته