دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 193064
کندهاروالي دپولیوضد۴ورځنی کمپاین پېل اوپرښه تطبیق یې ټینګار وکړ
په همدي موخه کندهار والي حیات‌الله حیات ولایت مقام کي د پولیو د مخنیوي لپاره د کورنیو او بهرنیو مسؤلینو سره وکتل، چي پر مهال یې د پولیو عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالوحید زهیر، د یونیسف ادارې د پولیو څانګي مشر ډاکټر محمدي، د روغتیا نړيوال سازمان( (whoمشر ډاکټر زبیر، د BMGF بنسټ استازي عصمت‌الله عرب، د کندهار د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د کتلوی معافیت حوزوی امر ډاکټر عبدالشکور نصرت او یو شمېر نورو روغتیايي مسؤلینو ګډون درلود.
له مرکز څخه د راغلي پنځه کسیز پلاوي مشر ډاکټر عبدالوحید زهیر د خپل سفر موخه د پولیو ضد کمپاین پیلېدل او په جنوب‌ لویدیځه حوزه کي د دغه وایروس څرنګوالی یاد کړ او په دي اړه یې کندهار والي ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، اوس هم په جنوب لویدیځه حوزه کي دغه وایروس فعال دی، چي دتېر کال راهیسې اته مثبتي پېښې ثبت سوي او لامل یې د پولیو ضد کمپاین درېدل دي.
راغلي پلاوي د کندهار والي څخه غوښتنه وکړه، چي د علما‌کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او کورنیو په مرسته دي د دغه کمپاین لا ښه او پراخ تطبیق ته زمینه برابره کړي، څو په عمر برابر ټول ماشومان واکسین سي.
کندهار والي حیات‌الله حیات راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه، چي د جنوب‌ لویدیځي حوزي ماشومان له دغي وژونکې ناروغۍ ژغوري.
ښاغلي حیات وویل، دا ځل به په دغه کمپاین کي په کندهار ښار او لسو ولسوالیو کي ۵۰۰ زره کوچنیان واکسین سي، خو هڅه یې دا ده، چي د ولسونو په مرسته دغه ارقام لوړ کړي.
کندهار والي د پوليو ضد واکسين پر وړاندې د شته خنډونو په له منځه وړلو او په اړونده برخه کې د سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه راغلي پلاوي څخه د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي حیات ځایي روغتيايي مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې پر وخت رسيده ګي وکړي او اړونده ادارو ته به د پوليو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د لازمو اجراتو سپارښتنه وکړي.
تر غونډي وروسته کندهار والي حیات‌الله حیات دوو کوچنيانو ته د دوه څاڅکو واکسین په ورکولو په دغه ولایت کي د پوليو کمپاين رسماً پيل کړ.
د واکسين د پيل پرمهال نوموړي وويل، چي د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او کورنیو په مرسته به د دغه کمپاین د تطبیق ساحه پراخه کړي، ځکه په خبره یې تېر کال ۱۲۶ زره ماشومان له دغه واکسینه پاته وو.
دکندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم پوليو يوه خطرناکه ناروغي وبلل او ټينګار يې وکړ، چي د کورنيو مشران بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.
ده وويل، ددې خطرناکي ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره به پوره هلي ځلي کوي، څو د تل لپاره يې ددې زون څخه ورکه کړي.
هيره دي نه وي، چي تېر کال په کندهار کي د پوليو ضد واکسين څخه ۱۲۶ زره کوچنيان پآته سوي وه، خو د روغتيآ اړوند مسؤلين يې سږکال پر ښه تطبيق ټينګار کوي.
https://avapress.com/vdciqpaz5t1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته