کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

22 میزان 1398 ساعت 14:07

د ترکیې د بالک اسیر په ولایت کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کښتۍ د یاد شوي ولایت د ایوه لک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په اوبو کې ډوبه شوې ده .
د یاد شوي ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ۲ میاشتني د غیږي ماشوم او د تن بل ماشوم ژوند لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي دي.

د ایوه لیک  ولسوالۍ  ځايي مقاماتو ویلي دي چې  د ناقانونه کډوالو  کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبیدو نه سمدلاسه وروسته  د سواحلو د امنیت ځواکونو ته  د کښتۍ د ډوبیدو په اړه راپور  رارسیدلی دی.
د سواحلو د امنیت  قومندانۍ د یوې الوتکې او څلورو کښتیو سره  د ژغورنې ډلې سیمې ته والیږلې.
د ژغورنې ډلو  ۳۳ تنه کډوال  ژوندي وژغول او د دوو تنو ماشومانو مړي د اوبو نه راویستل.
ژغورل شوو کډوالو  ویلي وو چې په کښتۍ ۳۵ تنو شتون درلود چې  ۳۳ تنه يي ژوندي ژغورل شوي  او دوو تنو ماشومانو مړي د اوبو نه راویستل شوي دي.

د مطلب کود: 193072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193072/په-ترکیه-کې-د-ناقانونه-کډوالو-کښتۍ-سمندر-ډوبه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com