دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 193073
د ټاکنو د پایلو له اعلان سمدستي وروسته د سولې مذاکرات بیا پیلېږي
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، امکان شته چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات بیا له سره پيل شي.
طالبانو ته نږدې کس وحید مژده نن سهار تاند سره په یو ټلیفوني تماس کې تایید کړه چې په اسلام اباد کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد په خبرو کې د مذاکراتو د بیاپیل خبره یاده شوې او ټاکل شوې چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته دا سلسله بیا پيل شي.
 ښاغلی مژده وايي، د ټاکنو د پایلو د اعلان وخت دقیق نه دی ښودل شوی له همدې کبله خلیلزاد هم ونه غوښتل چې ټاکنې تر اغېز لاندې راولي.
د پخواني طالب چارواکي وحید مژده په وینا دا خبرې به رسما د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته پیلېږي: (( د سولې خبرې به له هماغه ځایه پیلېږي، په کوم ځای چې درېدلې وې، له صفر نقطې څخه به هیڅ نه پیلېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړ چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په اسلام اباد کې د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په تړاو خبرې کړې دي.
دغې ورځپاڼې ویلي وو، که طالبان اوربند وکړي، مذاکرات سمدواره پيلېږي.
خو بریټانوي ټلیګراف ورځپاڼې بیا ویلي، چې امریکايان د سولې خبرو بیا پیلولو ته د اوربند په شرط اماده دي، خو د طالبانو په ډله کې ځینې لوري د اوربند نه قبلولو له کبله د سولې په خبرو کې د ځنډ لامل دي.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې د سپټمبر د میاشتې له ۹مې نېټې راهیسې مذاکرات په ټپه درېدلي دي.
https://avapress.com/vdciypazpt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته