دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 193074
اذربایجان او افغانستان؛ د تېلو او ګازو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي
د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د تېلو د دولتي کمپنۍ مشر عبدالله یوف د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت له سرپرست اجمل احمدي سره د تېلو او ګازو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې افغانستان ته د اذربایجان د تيلو او ګازو صادرات به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
افغان لوري هيله څرګنده کړې چې د اسانتاوو په ډېرېدو سره افغان سوداګر وکړی شي له اذربایجان سره د تېلو سوداګري ډېره کړي او په دې توګه به په افغان بازارونو کې د تېلو پر بیو د پام وړ اغېز هم ولري.
https://avapress.com/vdcjatevxuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته