دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 193075
نن پريکړه کيږي،چي پاکستان تور لیست ته شامل سي که نه؟
نن پريکړه کيږي،چي پاکستان تور لیست ته شامل سي که نه؟ تاکل شوې ده نن دوشنبه د ( تلې ۲۲ ) له ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ د مخنیوی نړیوال سازمان ایف ای ټي اف نن د پاکستان په هکله هم پریکړه وکړي، چې پاکستان به یا تور نوملړ (بلک لیسټ ) کیږي او یا به هم پر خپل ځای خړ نوملړ کې پاتې کیږي، خو دا احتمال ډیر کم دی چې د پاکستان نوم له خړ نوملړ نه هم لړې کړای شي. پاکستان ته د دغه سازمان لخوا په ۲۰۱۸ کال کې ۲۷ سر ښندنې شوې وې، چې پاکستان یې په عملي کیدو ندی بریالی شوی، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي، د اېف ای ټۍ اېف د سازمان په شلو غوښتنو مو عمل کړی دی، او لا هم هڅه کوي چې دغه نړیواله اداره یې د هېواد نوم له خړ نوملر څخه وباسي.
تاکل شوې ده نن دوشنبه د ( تلې ۲۲ ) له ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ د مخنیوی نړیوال سازمان ایف ای ټي اف نن د پاکستان په هکله هم پریکړه وکړي، چې پاکستان به یا تور نوملړ (بلک لیسټ ) کیږي او یا به هم پر خپل ځای خړ نوملړ کې پاتې کیږي، خو دا احتمال ډیر کم دی چې د پاکستان نوم له خړ نوملړ نه هم لړې کړای شي.
پاکستان ته د دغه سازمان لخوا  په ۲۰۱۸ کال کې ۲۷ سر ښندنې شوې وې، چې پاکستان یې په عملي کیدو ندی بریالی شوی، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي، د اېف ای ټۍ اېف د سازمان په شلو غوښتنو مو عمل کړی دی، او لا هم هڅه کوي چې دغه نړیواله اداره یې د هېواد  نوم له خړ نوملر څخه وباسي.
پاکستان تل د ترهګرو په ملاټر تورن هېواد دی، چې تره ډیره یې دغه ملاټړ افغانستان کې له طالبانو څخه ده، پاکستان په سیمه او بیا په  افغانستان کې له ترهګرو څخه په مالي ملاتړ تورن هېواد شمېر کیږي او له ۲۰۱۸ کال را په دیخوا نوم یې د هغه هېوادونو په خړ نوملړ کې راغلی کوم چې له وسلوالو مالي ملاتړ کوي.
پاکستان لا هم د خطرې په پوله ناست هېواد دی، او دا احتمال شته چې له ترهګرې سره دمالي ملاتړ د مخنیوی سازمان په ناسته د پاکستان نوم تور نوملړ ته وغورځول شي.
پاکستان له کله چې خړ نوملړ ته وغورځول شوو، نو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو، که یې نوم تور نوملړ ته شي نو دا به يې د اقتصاد لپاره خطرناک حالت وي.
اېف ای ټي اېف د ۳۷ هېوادون سازمان دی چې د غیر قانوني پیسو د لیږد او همدا راز له ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ د مخنیوي په برخو کې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdca0en6m49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته