دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 193078
درې راکټونه هیواد پارلمان ته څېرمه وویشتل شول
نن سهار درې فیره راکت د هیواد پارلمان ساختمان ته نږدی ویشتل شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فردوس فرامرز د کابل پولیسو ویاند د دی پیښی په تایید سره وویل: نن سهار ۱۰:۱۵ بجو په شاوخوا درې فیره راکت لیری واټن کې د شپږمې حوزه په مربوطاتو کې ویشتل شوی دی او کوم تلفات نه دی درلودلی.
د یادولو وړ دی چی راکتی انداختونه د کابل امن سیمو کې د څو وختونو راهیسی ادامه لری. مخکې هم څو راکټه د ملی دفاع وزارت ته څېرمه ویشتل شوی وو او کوم تلفات یی نه درلود.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان نمایندګانو مجلس عمومی ناسته د قانون ایښوونکو په حضور سره همدا اوس جریان لری او په دی ناسته کې، د عدلیه وزیر پارلمان ته ځواب ورکولو لپاره غوښتل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcd5s0fjyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته