دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 193086
د ترکیې  د چناق قلعه په ولایت کې  په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.
د چناق قلعه ولایت  امنیتي مسئولینو ویلي دي چې  تیره شپه يي  د یاد شوي ولایت د ایوه جیک په ولسوالۍ کې  ۴۸ تنه ناقانونه افغان کډوال چې د پلاستیکي کښتیو په واسطه غوښتل  د یونان د میدیلي ټاپو ته  تیر شي  او په سمندر کې  د ډوبیدو احتمال ډیر  لوړ ول  ونیول  او وژغورل.
د ایژې  سمندر په سیمه کې  د ترکیې د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د ناقانونه کډوالو پر خلاف د مبارزې ځواکونو  ۴۸ تنه افغان کډوال چې د کوچنیو پلاستیکي
کښتیو ته چې هر شیبه يي  په اوبو کې  د ډوبیدو احتمال شتون درلود  د شپې په نیمايي برخو کې ونیول.
د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د ګزمې  ټیمونو  د ایوه جیک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په سمندر کې دوه کښتۍ  تثبت کړې .
د سواحلو د امنیت ځواکونو سمدلاسه  په حرکت پیل وکړ  او دواړه کښتۍ يي ودرولې. په کښتۍ کې سپاره کډوال يي  په لویو کښتیو کې  د سواحلو د امنیت قومندانۍ ته  راړول.
وروسته يي  دا کسان  د ایوه جیک ولسوالۍ  د کډوالو بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل .
د نیول شوو کډوالو  ۲۳ تنه ماشومان او ۲۲ ښځې  وې.
نیول شوي کډوال  ټول د افغانستان  وګړي دي. 
https://avapress.com/vdcc41qse2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته