د چناق قلعه ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي چې تیره شپه يي د یاد شوي ولایت د ایوه جیک په ولسوالۍ کې ۴۸ تنه ناقانونه افغان کډوال چې د پلاستیکي کښتیو په واسطه غوښتل د یونان د میدیلي ټاپو ته تیر شي او په سمندر کې د ډوبیدو احتمال ډیر لوړ ول ونیول او وژغورل.
د ایژې سمندر په سیمه کې د ترکیې د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د ناقانونه کډوالو پر خلاف د مبارزې ځواکونو ۴۸ تنه افغان کډوال چې د کوچنیو پلاستیکي کښتیو ته چې هر شیبه يي په اوبو کې د ډوبیدو احتمال شتون درلود د شپې په نیمايي برخو کې ونیول.
د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د ګزمې ټیمونو د ایوه جیک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سمندر کې دوه کښتۍ تثبت کړې .
د سواحلو د امنیت ځواکونو سمدلاسه په حرکت پیل وکړ او دواړه کښتۍ يي ودرولې. په کښتۍ کې سپاره کډوال يي په لویو کښتیو کې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ته راړول.
وروسته يي دا کسان د ایوه جیک ولسوالۍ د کډوالو بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل .
د نیول شوو کډوالو ۲۳ تنه ماشومان او ۲۲ ښځې وې.
نیول شوي کډوال ټول د افغانستان وګړي دي.