دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 193087
ترکیه یواځنی  دولت  دی چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف حقیقي  مبارزه کړې او کوي.
د ترکیه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته ژمن  دی  او دې مبارزې ته به په همدې شان دوام ورکړي.
دا خبره د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وکړه.
التون  ویلي دي چې ترکیې  خپل ټول  پام  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته اړولی دی  او دې مبارزې ته ژمن  دی.
داعش ترهګره ډله  د ترکیې  تر ټولو ستر دښمن  دی  او ددې دښمن د لمنځه وړو پورې به دا مبارزه دوام وکړي.
ترکیه  د ترهګرو پر خلاف د مبارزې ته لاس نه اخلي.
هغه ویلي دي لکه څرنګه چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تل وايي  ترکیه یواځنی  دولت  دی چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف حقیقي  مبارزه کړې او کوي.
هغه ویلي دي چې  ترکیه په سوریه کې  د موجودو  داعشیانو پر خلاف  د مبارزې هر ډول  مسئولیت اخیستو ته تیار  دی.
https://avapress.com/vdcdjs0f5yt0nz6.lb2y.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته