دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 193088
د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنې کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ۳۲۴ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکیسینو پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی او په دې لړ کې به څه باندې اته میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق کړل شي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل چې د امنیتي ستونزو له امله په دغه کمپاین کې د اوږدې مودې
لپاره ځنډ رامنځ ته شوی و، چې اوس ستونزې حل شوې او ماشومان ددغه ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین کړل شي.

هغه له کورنیو غوښتنه کړې چې له دوی سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.
دواکسین کارکونکی انديښنه لري او وایی چی ناامنه ولایتونوکي یا د طالبانو دولکي لاندي سیموکی به دوی سره څرنګ چلند وشي که څه هم طالبانو ډاډورکړی چی دواکسین کارکونکوته به زیان نه رسوی
https://avapress.com/vdcevx8zvjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته