دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 193089
د امنیتي او دفاعي ارګانونوترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته سوې ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه.
جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې وستایلې او د تروریستانو په ځپلوکې یې د هغوی وروستي عملیات بریالي وبلل.
جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل وباله او د دې ارګانونو په اړه د شوې ارزونې راپور یې له جمهوررئیس سره شریک کړ.
جنرال سکاټ میلر وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي.
جمهوررئیس د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو د دوامداره ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې او دا کار د تروریستانو پر وړاندې په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل شوی دی.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی
https://avapress.com/vdcfcmdy1w6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته