کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ایران او افغانستان د کډوالو د راستنولو ګډه تګلاره جوړوی

22 میزان 1398 ساعت 17:07


پاکستان، اىران، افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د ګډې تګلارې په جوړولو هوکړه کړې ،چې افغان کډوال له پاکستان او اىرانه په داوطلبانه او هوسا ډول خپل هېواد ته ستانه کړاى شی.
په دې اړه په جنىوا کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د ۷۰یمې نړىوالې غونډې په څنډه کې د کابل، اسلام اباد، تهران او ىو اىن اىچ سی آر څلور اړخىزه غونډه کې په دې ټىنګار شوى چې د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته به د هغوى په ادغام مجدد کېږی او څلور واړه لوری به ىو له بل سره مرسته کوی. 
دا مهال د افغان حکومت د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې ۵ مىلىونه افغان کډوال ژوند کوی چې د بېرته راستنولو په تړاو ىې افغان حکومت کومه پالىسی او پلان لا تر اوسه نه لری.
کابل له ټولو هېوادونو غوښتی چې په زور دې افغانستان ته د کډوالو له ستنولو لاس واخلی.


د مطلب کود: 193090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193090/پاکستان-ایران-او-افغانستان-د-کډوالو-راستنولو-ګډه-تګلاره-جوړوی

آوا
  https://www.avapress.com