دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 193090
پاکستان ایران او افغانستان د کډوالو د راستنولو ګډه تګلاره جوړوی
پاکستان، اىران، افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د ګډې تګلارې په جوړولو هوکړه کړې ،چې افغان کډوال له پاکستان او اىرانه په داوطلبانه او هوسا ډول خپل هېواد ته ستانه کړاى شی.
په دې اړه په جنىوا کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د ۷۰یمې نړىوالې غونډې په څنډه کې د کابل، اسلام اباد، تهران
او ىو اىن اىچ سی آر څلور اړخىزه غونډه کې په دې ټىنګار شوى چې د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته به د هغوى په ادغام مجدد کېږی او څلور واړه لوری به ىو له بل سره مرسته کوی. 
دا مهال د افغان حکومت د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې ۵ مىلىونه افغان کډوال ژوند کوی چې د بېرته راستنولو په تړاو ىې افغان حکومت کومه پالىسی او پلان لا تر اوسه نه لری.
کابل له ټولو هېوادونو غوښتی چې په زور دې افغانستان ته د کډوالو له ستنولو لاس واخلی.
https://avapress.com/vdchwxnzv23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته