دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 193091
پاکستان، د کندهار په انارو او انګورو ګمرکی تعرفه لوړه کړې
په کندهار کې د انارو د فصل له رارسېدو سره هم مهاله پاکستان پر افغانی تازه میوه خپله ګمرکی تعرفه ۳ چنده لوړه کړې ده
.په کندهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصر الله زهیر وایی، دا مهال پاکستان د افغانستان د انارو او انګورو له هر موټر ۳۰۰  زره کلدارې ګمرکی تعرفه اخلی.
نوموړى وایی، دا د تېرو کلونو په پرتله ۳ چنده لوړه ګمرکی تعرفه ده چې بڼوالو او سوداګرو ته یې ستونزه پېښه کړې ،خو په وینا یې چې افغان حکومت هم نه دى توانېدلى چې د دغې مسئلې حل راوباسی.
عبدالجلیل چې له ۲۲ کلونو راهیسې پاکستان ته د میوې صادرات کوی وایی، سږ کال د انارو سوداګر له سختو مالی تاوانونو سره لاس و ګرېوان دی: (( دلته په کندهار کې یو من انار په ۲۴۰۰ کلدارې دی، خو په پاکستان کې یې بیه نیمایی کمه ده، بلخوا مې په یو باغ کې ۷۰ کارګر ګمارلی دی، حال دا چې پاکستان هم  ۳ چنده ګمرکی مالیه زیاته کړې ده، سږ کال موږ له ډېر لوى تاوان سره مخ یوو.)) 
بلخوا د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا بیا له تاند سره په خبرو کې وویل، پاکستان تل له کابل سره له سوداګریزو تړونونو سرغړونه کوی او په هغه وخت کې چې د افغانی حاصلاتو د خرابېدو وېره وی پاکستان دا ډول کارونه کوی ،چې افغان سوداګر له تاوان سره مخ شی.د سمیر رسا په خبره، افغان حکومت هند، چین او نورو هېوادونو ته د افغانستان د انارو او انګورو د صادراتو زیاتولو په هڅه کې دى چې له کبله به یې پر پاکستانی بازارونو اتکا کمه شی. 
https://avapress.com/vdci3pazzt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته