دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 193137
په چک جمهوریت کې ۲۲ افغان پيلوټانو د فراغت سند واخیست
د افغانستان د هوايي ځواک ٢٢ پیلوټانو په چک جمهوریت کې تر زده کړو وروسته د فراعت سندونه ترلاسه کړل.
په پراګ کې د افغانستان سفیر په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال د افغان پیلوټانو لپاره د دې روزنیز پروګرام د برابرولو له کبله د امریکا د متحده ایالاتو، ناټو تړون او په ځانګړې توګه له چک جمهوریت مننه کړې او هيله یې څرګنده کړې چې دا روزنیز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام وکړي.
دده په خبره د افغان پوځ پیاوړتیا سولې ته زمینه برابروي او په خبره یې سوله د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه او د افغان دولت لومړیتوب دی. سفير وايي، د یوې دایمې او با وقاره سولې ترلاسه کېدو پورې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون او جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.
https://avapress.com/vdcjttevauqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته