کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهارملي موزېم ته دنولسمي اوشلمي پېړۍ بانک نوټونه وسپارل سول

23 میزان 1398 ساعت 10:46


د نولسمي او شلمي پېړۍ دغه د ( يولسګون ) بانک نوټونه دغازي امان الله خان ددورې اړوند دي، چي ديوه هيوادوال لخوااطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته ورکړل سوه، څو دخوندي ساتلوپه هدف يې ملي موزيم ته وسپارې.
دکندهار داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس حکمت الله افغان وويل، ديوه با احساسه هيوادوال منظور احمد مياڼي لخوا دنولسمي او شلمي پيړۍ دپنځوسو څخه زيات  فلزي د ( يولسګون ) نوټونه په دې موخه اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته  سپارلي، چي ملي موزيم کي خوندي کړل سي.
ښاغلي افغان  ددغه هيوادوال دملي احساسه څخه مننه وکړه چي دغه تاريخي بانګنوټونه يې ملي موزيم لپاره ورکړي اونن ورځ يې دخوندي ساتلو لپاره ملي موزيم ته سپاري.
داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس دټولو هيوادوالو څخه وغوښتل چي هغه غلاسوي اوياهم کورونو کي پټ تاريخي آثار چي دکورنيو جنګ جګړو پرمهال چورسوي، بيرته بايد دملي موزيم دبډايني په خاطر بيت المال ته وسپارل سي، څو دملي موزيم دفني کسانو لخوا څنګه چي ښايي هغسي وساتل سي.
بايد وويل سي، چي تردې مخکي هم دځني هيوادوالو لخوا تاريخي آثار چي دځان سره يې خوندي کړي وه، ملي موزيم ته سپارلي دي.
 


د مطلب کود: 193138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193138/دکندهارملي-موزېم-ته-دنولسمي-اوشلمي-پېړۍ-بانک-نوټونه-وسپارل-سول

آوا
  https://www.avapress.com