دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 193140
کندهاروالي دنورکله په څېرپه مخامخ ډول دعاموخلکوستونزي واورېدې
ندهار والي حیات الله حيات  د عام ولس حقوقي ستونزي او مشکلات په جلا جلا ډول د حل په موخه واورېدل، چي پرمهال یې په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د عدلي، قضایي، حقوقي او امنیتي ادارو مسؤلینو او استازو هم حضور درلود.
د کندهار ښار او یو شمیر ولسواليو په سلګونو مراجعين ولايت مقام ته راغلي ؤ او یو په بل پسې يې د کندهار والي حیات الله حیات سره د خپلو بندیانو، ځمکو د غصب، د شهیدانو د حقونو، کاري فرصت برابرولو، املاکو، حقوقي قضیو او بیلابیلو نورو موضوعاتو اړوند عریضې، غوښتنې او ستونزي شریکي کړې.
راغلو مراجعینو خوښي څرګنده کړه، چې کندهار والي ورته اسانتیا برابر کړې، تر څو خپلي ستونزي په مخامخ ډول د والي او اړوندو لومړی درجه مسؤلینو سره شریکي کړي او سمدستي يې د حل په موخه اقدام کیږي.
کندهار والي راغلو مراجعینو ته د ۲۱۰ شمیرې په اړه هم معلومات ورکړل او وویل، چي د یادي شمیري سره ستاسو ټیلفوني اړیکه محرمه ده او په ډاډه زړه خپلي ستونزي ورسره شریکولای سئ.
بل خوا ته کندهار والي د یادې لیدنې پر مهال وویل، د ولس د ستونزو حل ورته لومړیتوب لري او د ولایت مقام دروازه د ټولو هیوادوالو پر مخ خلاصه ده او بغير د قید او شرطه هر څوک کولای سي د کندهار والي او نورو مسولينو سره وويني او ورسره خپلې ستونزې په ډاډ زړه د حل په موخه شریکی کړي.
https://avapress.com/vdcdos0fzyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته