کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د یوه ښوونځي مخې ته د چاودنې مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1398 ساعت 11:09

د افغانستان ملي دفاع وزارت د کابل ریشخور سیمه کې د یوه ښوونځي مخې ته د یوه ماین چاودنې د مخنیوي خبر ورکړی دی.


د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې مخالفو وسله والو نن سه شنبې سهار شپږ بجې په ریشخور سیمه کې د علیا لیسې مخې ته ریموټ کنټرول ماین ایښی و چې د ځانګړو ځواکونو د قول اردو د ګارنیزیون د منسوبینو له لوري له منځه وړل شوی دی.
دفاع وزارت وایي دا ماین د ښوونځي د زده کوونکو لپاره ځای پر ځای شو و.
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم کابل کې د یوه ښوونځي مدیر د ښوونځي دروازې مخې ته د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
 


د مطلب کود: 193145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193145/کابل-کې-د-یوه-ښوونځي-مخې-ته-چاودنې-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com