دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 193147

ارګ: د انس حقاني د خلاصولو نیت نه لرو

د کابل حکومت وایي، تر دې دمه یې د انس حقاني په ګډون د هیڅ بندي د خلاصون اراده نه کړې.
ارګ: د انس حقاني د خلاصولو نیت نه لرو
د کابل حکومت وایي، تر دې دمه یې د انس حقاني په ګډون د هیڅ  بندي د خلاصون اراده نه کړې.
د ګډ حکومت د مشر د ویاند «صدیق صدیقي» له قوله لیکلي « په اوسني وخت کې د هيڅ زنداني د خلاصولو اراده نه لرو، د بندیانو د خلاصون په برخه کې زموږ په سیاست کې کوم تغیر نه دی راغلی او تر دې دمه د افغانستان حکومت د انس حقاني د ازادېدلو په برخه کې هیڅ تصمیم نه دی نیولی».
ګډ حکومت وروسته له هغه د انس حقانی د خلاصون ادعاوې ردوي، چې تېره ورځ یوې امریکايي رسنۍ راپور ورکړ، چې امریکا د افغان سولې د مذاکراتو د بیا ځلې پیل په برخه کې هڅې کوي او د اعتماد جوړونې په موخه په اسلام اباد کې زلمی خلیلزاد او طالب استازي د دوو بهرنیو بندیانو په بدل کې د انس حقاني په خلاصون سلا شوي.
د حزب اسلامي غړی «همایون جریر» وایي، طالبان او خلیلزاد د انس حقاني او حافظ رشید د خلاصولو په بدل کې د دوو امریکایي پروفیسورانو د تبادلې په تړاو توافق ته رسېدلي.
یاده دې وي، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې هم درې هندي انجینران د طالب قوماندانانو په بدل کې خلاص شوي وو، د ګډ حکومت د مشرانو جرګې هماغه مهال د حکومت له مشورې پرته د طالب زندانیانو خلاصول د ملي حاکمیت نقض بللی وو.
https://avapress.com/vdcayen6049no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته