کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو کمېسيون: ۱.۷ ملیونه بایومټرک سوي رأيي کارېدلي

23 میزان 1398 ساعت 11:49


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي چي تر اوسه مرکزي سرور ته له ۲۲۵۸۸ ټاکنیزو محلونو څخه ۱۷۰۳۷۷۳ بایومټرک سوي رأيي رسېدلي دي.

د ټاکنو کمېسیون له دې وړاندي ویلي و چي په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کي دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایي اچول سوي وې.

د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، تر اوسه د څه باندي یو میلیون رأیه اچوونکو ټول معلومات مرکزي سیسټم ته لېږدول سوي دي.
د ټاکنو د کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، له څه باندي ۲۲ زره ټاکنیزو محلونو څخه شاوخوا ۱،۷ میلیونه بایومټریک سوي رأيي د ټاکنو د کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول سوي دي.
نوموړې زیاتوي، ۳۹۰۰ محلونه پاته دي چي رأيي تر اوسه مرکزي سرور ته نه دي لېږدول سوي. د دې په وینا د دغو محلونو د رأیو په لېږدولو به د ټاکنو د کمېسیون د ګډونوالو په شمېر کي بدلون راسي.

  


د مطلب کود: 193149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193149/ټاکنو-کمېسيون-۱-۷-ملیونه-بایومټرک-سوي-رأيي-کارېدلي

آوا
  https://www.avapress.com