د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي چي تر اوسه مرکزي سرور ته له ۲۲۵۸۸ ټاکنیزو محلونو څخه ۱۷۰۳۷۷۳ بایومټرک سوي رأيي رسېدلي دي.
د ټاکنو کمېسیون له دې وړاندي ویلي و چي په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کي دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایي اچول سوي وې.
د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، تر اوسه د څه باندي یو میلیون رأیه اچوونکو ټول معلومات مرکزي سیسټم ته لېږدول سوي دي.
د ټاکنو د کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، له څه باندي ۲۲ زره ټاکنیزو محلونو څخه شاوخوا ۱،۷ میلیونه بایومټریک سوي رأيي د ټاکنو د کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول سوي دي.
نوموړې زیاتوي، ۳۹۰۰ محلونه پاته دي چي رأيي تر اوسه مرکزي سرور ته نه دي لېږدول سوي. د دې په وینا د دغو محلونو د رأیو په لېږدولو به د ټاکنو د کمېسیون د ګډونوالو په شمېر کي بدلون راسي.