دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 193150
د روسیه او عربستان ترمنځ ۲۰ تړونونه امضا شول
نږدی ۲۰ تړونونه د میلیاردونو دالرو په ارزښت ریاض ته د روسیه ولسمشر په رسیدو سره امضا ته ورسیدل.

 
دا تړونونه فضایی، کلتوری، صحت، تکنالوژی او زراعت برخو کې سرمایه ګذاریو تړونونه دی.
شهزاده عبدالعزیز بن سلمان، د سعودی انرژی وزیر ویلی دی، د پترولیم، اوپک صادرولو سازمان غړیو هیوادونو او لسګونه هیوادونو ترمنځ همکاری پياوړۍ کېدو باندی توافق کړی دی.
ملک سلمان بن عبدالعزیز، د عربستان پادشاه او محمد بن سلمان، د هغه هیواد ولیعهد خپل روسی میلمه څخه په ښه توګه استقبال وکړ.
پوتین وویل، روسیه سعودی عربستان سره دوستانه اړیکو پراختیا ته د متقابل منفعت په اساس ارزښت ورکوی.
هغه و محمد بن سلمان ته وویل، هغوی هیوادونو ترمنځ همکاری د امنیت او ثبات برقراره کېدو په معنی په سیمه کې او همدارنګه په نړۍ کې د تیلو وضعیت باثبات کیدو په معنی دی.
د عربستان ۸۳ کلنه پادشاه خپل روسی میلمه ته وویل، ریاض مسکو کارونو ته سترګی په لاره دی چی وکولای شی امنیت، ثبات، سوله او اقتصادی رشد او افراطیت سره مقابله برقراره کولو لامل شی.
د ۲۰۰۷ کال راهیسی دا د ولسمشر پوتین لومړۍ سفر و سعودی عربستان ته دی.
 
 
https://avapress.com/vdcenx8z7jh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته