دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 193152
ننګرهار کې د پاکستانۍ ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ننګرهار کې د پاکستانۍ ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته کوو.
نوموړی وزارت دا خبره داسې مهال کوي چې له تیرو ۲ کلونو را په دې خوا په یاد ولایت کې خلک د پاکستان د ویزو د لګولو په برخه کې له لوی درد سر ته مخامخ دي.
د یاد وزارت مالي او اداري معینې ناهید ایثار ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره د یادې موضوع په پار ځانګړې ناسته کړې ده او د نوموړې ستونزې د حل په برخه کې یې د اسانتیاوو او سهولتونو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده:
(دا یوه جدي ستونزه ده. زمونږ هڅه دا ده چې په یاده برخه کې سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته کړو، دا د باندینو چارو وزارت مسوولیت دی).
د ترسره شوې لیدنې پر وخت د پاکستانۍ ویزو په برخه کې د سهولتونو په رامنځته کېدو،د شپږو میاشتو څخه د ویزې مودې په غځیدو، په انلاین ډول د ویزو اخیستو په برخه کې د سهولتونو په رامنځته کېدو، خصوصي سکتور ته د ویزو اخیستو لړۍ د سپارلو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوي.
 د یادې لیدنې پر وخت د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هیله څرګنده کړې چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت دې مرکز کابل کې د پاکستان سفارت سره په همغږۍ او د دیپلوماتیکو لارو ــ چارو په نظر کې نېولو سره په دې ولایت کې د اته ولایتونو خلکو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي .
https://avapress.com/vdcgnw9qxak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته