کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د اقتصادي سیاست له لاسه د افغانستان ۲۰۰ فابریکې تړل شوي

23 میزان 1398 ساعت 12:42


د هرات د سوداگرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغاني توکو د بازار د تخریب په تړاو د ایران ډمپینګ سیاستونو په هرات کې نږدې دوه سوه فابریکې له کاره غورځولې دي.
مسوولان وايي، ایران د افغانستان د تولیداتو په څېر توکي تر هغې په ارزانه بیه افغانستان ته را استوي، تر څو د افغانستان د کورنیو تولیداتو بازار پرې خراب کړي.
د هرات د صنعتګرانو ټولنې یو سوداګر غړی زلمی سعیدي هم تاند ته وايي، پخوا د هرات په صنعتي پارک کې ۵۰۰ فابریکې فعالې وې، خو اوس یې ۲۰۰ فابریکې تړل شوې دي: (( که د ایران ډمپینګ سیاست مخه ونه نیول شي، نورې فابریکې به هم ډېرې ژر دروازې وتړي.))
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي امر خلیل احمد یارمند هم تاییدوي چې ایران د افغاني تولیداتو د قیمتونو د ځپلو په هڅه کې دی او همدا راز یې هرات ته غیر قانوني او قاچاقي واردات هم پیل کړي دي، تر څو د افغانستان نوی راټوکیدلی اقتصاد پرې وځپي.
بلخوا د هرات د والي مرستیال داوود هاشمي ټینګار کوي چې د ایران د ډمپینګ سیاست مخه به ونیسي.


د مطلب کود: 193158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193158/د-ایران-اقتصادي-سیاست-له-لاسه-افغانستان-۲۰۰-فابریکې-تړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com