دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 193160
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په سوريه کې يې خپل دښمن داعش ډلې ته ماتې ورکړې او له امريکا ۷۰۰۰ میله لرې د سوريې سرحدونه ساتل د امریکا مسؤوليت نه دی.
ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې لیکلی دی ، اووه زره ميله لرې د سوريې سرحد ساتل د امریکا مسؤوليت نه دی او زمونږ لپاره د امریکا متحده ايالاتو جنوبي سرحد خوندي کول اړين دي.
نوموړي زياته کړې، چې امریکا داعش ډلې ته بشپړه ماتې ورکړه، د هغوی مرکزيت يې ختم کړ، موږ خپل پوځونه له سوريې باسو، بشارالاسد دې کردان وساتي او له ترکيې سره دې پر خپله خاوره جګړه وکړي. ما خپلو جنرالانو ته ويلي، چې مونږ ولې د سوريې لپاره په جګړه کې ښکېل شو.
د ټرامپ په وينا هر څوک، چې له سوريې سره د کردانو ژغورلو لپاره مرسته کوي، زما لپاره ډېره ښه خبره ده، هغه که روسيه، چين او يا هم نيپولين وي. زه هيله لرم دوی به ښه کارونه وکړي، موږ ۷۰۰۰ ميله لرې يو، زمونږ لپاره خپل سرحدونه ساتل اړين دي.
ټرامپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ترکي پوځيانو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د سوريې په شمال کې د کردانو پر ضد عمليات پيل کړي دي.
د ترکيې حکومت وايي، په دغو عملياتو کې يې تر اوسه ۵۰۰ ترهګرو وژلي او سيمه کې اوس هم د کردي ملېشو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات روان دي.
د سيمې کردي ملېشو د ترکيې پر ضد د جګړې لپاره د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره اتحاد کړی ی، خو ترکيه وايي، د خپل وروستي دښمن تر ځپلو به د سوريې په شمال کې عملياتو ته دوام ورکړي، هلته به خوندي سيمه رامنځته، کردي ملېشې به ترې وباسي او ترکيې ته کډه شوي سوريايي کډوال به بېرته دغې سيمې ته راولي.
https://avapress.com/vdcfvmdyxw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته