دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 193162
سناتوران: حکومت سلګونه جریبه دولتي ځمکه په غیر قانوني ډول پلورلې
د ګډ حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت په کابل کې واقع «افغان امریکايي پوهنتون» ته سلګونه جریبه دولتي ځمکه په غیر قانوني ډول ورکړې او تر دې دمه یې د خپل ملکیت د حقوقو هيڅ پوښتنه نه ده کړې.
د مشرانو جرګې غړي «زلمي زابلي» په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د کابل امريکايي پوهنتون د افغانستان د لوړوزده کړو دوخت دوزير شريف فايض سره يو قرارداد په 2006کال منعقد کړي چه د امريکايي پوهنتون لپاره يي 74جريبه ځمکه چه د کابل پوهنتون د زراعت او د ويټرنري د فاکولتوملکيت دي، د امريکايي پوهنتون لپاره ورکړي ده، چه په مقابل کي به امريکايي پوهنتون هرکال د افغان محصيلينو لپاره پنځوس وړيا بورسيه او سکالرشيپونه ورکوي.
زابلی زیاتوي « د 74جريبه ځمکي په اندازه به دکابل په بل قسمت کي ځمکه ورته خريداري کوي او هغه تاسيسات به ورته د سره اعماروي چه د زذاعت اود ويټرنري د محصيلينو لپاره د امريکايي پوهنتون لخوا ويجاړ سوي دي».
د زابلي په خبره، دوخت د لوړوزده کړو وزير په ياده ځمکه کې د زراعت د وزارت هغه 96جريبه ملکيت هم د امريکايي پوهنتون په خدمت کي ورکړی چې اصلا د کابل پوهنتون پوري اړه نلري او نوموړي وزارت په تيرو 13 کاله کي د خپل ملکيت هيڅ پوښتنه نده کړې او نه یې د امريکايي پوهنتون څخه د افغانستان د خلکو دحقوقو پوښتنه کړي ده.
https://avapress.com/vdch-xnzi23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته