پوتین تېره ورځ له ۱۲ کلونو ځنډ وروسته سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
ویلادیمیر پوتین ویلي چې دوی له سعودي عربستان سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړ ښه روابط غواړي او په دې برخه کې لا ډېرې هڅې کوي. د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان هم ویلي چې دوی په سیمه کې د ثبات، امنیت او سولې لپاره له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
په دې سفر کې د فرهنګ، صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ۲۰ هوکړې لاسلیک شوې دي.
دغه هوکړې میلیاردونه ډالر ارزښت لري او دواړو لورو د اړیکو پر لا پراختیا هم ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان او روسیې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې دي.ویلادیمیر پوتین ویلي چې دوی له سعودي عربستان سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړ ښه روابط غواړي او په دې برخه کې لا ډېرې هڅې کوي. د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان هم ویلي چې دوی په سیمه کې د ثبات، امنیت او سولې لپاره له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.