کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکيې اقتصاد د ويجاړولو ګواښ.. ټرمپ پر ترکيې بنديزونه ولګول

23 میزان 1398 ساعت 15:24


د امريکا د ماليې وزارت ويلي، ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ترکيې پر درې وزيرانو له دې امله بنديزونه لګولي، تر څو دغه هېواد باید د سوريې په شمال کې د کردي ملېشو پر ضد خپل عمليات سمدستي ودروي.
د ماليې وزارت وايي، په دغو بنديزونو کې د ترکيې دفاع، کورنيو چارو او انرژي وزارتونه په نښه شوي، د دغو وزارتونو چارواکي هېڅ نړيواله معامله په امريکايي ډالرو نشي کولی او که په امريکا کې يې کومې پانګې وي، هغه به کنګل کيږي.
بل پلو د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس ويلي، ولسمشر ټرامپ له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره تليفوني اړيکه نيولې او له هغه يې د عملياتو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
مايک پنس په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: «متحده ايالاتو ترکيه زرغون څراغ نه دی ورکړی، چې په سوريه کې عمليات وکړي.» او زياته کړې يې ده، چې دی به په لنډ وخت کې د ولسمشر په امر ترکيې ته سفر وکړي، تر څو د ترکانو او کردي ملېشو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
ډونلډ ټرمپ ويلي و، د سوريې په شمال کې د ترکيې عمليات د سيمې د ناامنۍ لامل ګرځي او دی به د ترکيې پر ځينو اوسنيو او پخوانيو چارواکو بنديزونه ولګوي.
ټرمپ ترکيې ته خبرداری ورکړی و، که د سوريې په شمال کې خپل عمليات ونه دروي، دی به پرې بنديزونه ولګوي او اقتصاد به يې ويجاړ کړي.
خو ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په سوريه کې يې داعش ډلې ته ماتې ورکړې، اوس دې د سوريې حکومت کردان وساتي او له ترکيې سره دې په ګډه جګړه وکړي.
د امريکا ولسمشر زياته کړې وه، د ۷۰۰۰ ميله لرې سوريې ساتل د امریکا مسؤوليت نه دی او که څوک هلته له کردانو سره مرسته کوي، دی يې هرکلی کوي.
د امريکا د ولسي جرګې رئيس نانسي پيلوسي ويلي، سپينه ماڼۍ بايد پر ترکيې تر دې هم قوي بنديزونه ولګوي، جمهوري پلوه سناتور لینډسي ګراهام هم ويلي، پر ترکيې د نوو بنديزونو لپاره له نانسي پيلوسي سره په اړيکه کې دی.
ترکي پوځيانو تېره چهارشنبه د سوريې په شمال په داسې حال کې د کردي ملېشو پر ضد عمليات پيل کړي، چې امريکا له دغې سيمې د خپلو پوځيانو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده.
کردي مليشو له سيمې د امریکايي پوځيانو د ايستلو غندنه کړې او د ترکيې پر ضد يې د بشارالاسد له حکومت سره اتحاد کړی دی.
امریکا، اروپايي اتحاد او عرب هېوادونه له ترکيې غواړي، چې خپل عمليات ودروي، خو ترکيه ټينګار کوي، چې د خپلو دښمنانو پر ضد به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.
د ترکيې ولسمشر د عرب چارواکو په ځواب کې ويلي، عربان هغه مهال چيرته وو، چې سوريايي وګړو د جګړې له امله خپل هېواد پرېښوده او هېچا ځای نه ورکاو.


د مطلب کود: 193174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193174/د-ترکيې-اقتصاد-ويجاړولو-ګواښ-ټرمپ-پر-بنديزونه-ولګول

آوا
  https://www.avapress.com