دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 193176
پر سولې او امنیت د غني او ویلز خبرې
ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پر ټاکنو، سولې، امنیت او سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې نن(سې‎شنبې د تلې په ۲۳مه نېټه) په دې کتنه الیس ویلز د ټاکنو ترسره کول د ولسواکۍ په ټینګښت کې مهم بللي دي.
خبرپاڼه کې د مېرمن ویلز له قوله ویل شوي دي:«‎بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدل وستایل او وې ویل، ټاکنې د ولسواکۍ بنسټونو د تحکیم لپاره مهمې او ارزښتناکې دي.»
لیدنه کې ولسمشر غني ویلي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکي او پرېکړو ته باید درناوی وشي.
خبرباڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني ویلي، د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وړاندې باید هیڅ نوماند د بریالیتوب ادعا ونه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ټینګار کړی چې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره سراسري اجماع موجوده ده او د سولې پروسه د اوسني او راتلونکي حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm1qse2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته