دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 193177
اليس ويلز د ولسمشر اشرف غني سره وکتل
د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز کابل ته راغلې او نن سه شنبه یې له ولسمشر غني سره په ارګ کې د ټاکنو، سولې او سیمه ییزو اړیکو په هکله خبرې کړې دي.
 ارګ د دغې لیدنې په تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې اغلې الیس وېلز په افغانستان کې د ټاکنو د ترسراوي ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ځل رایې خلکو د ولسواکۍ د ټینګښت لپاره ورکړې دي.
بلخوا ولسمشر په دې لیدنه کې د ټاکنو کمېسیون ته د جان بس د زیات تګ راتګ په تړاو په اشاره ویلي چې باید د ټاکنیزوو کمېسیونونو د پرېکړو خپلواکي رعایت کړای شي او نوماندان دې هم له وخته مخکې د بریا ادعاوې نه کوي.
 ولسمشر همدا راز افغانان د باعزته او تلپاتې سولې په تړاو ټولمنلې اجماع لري او سوله به نه یوازې د اوسني بلکې راتلونکي حکومت لومړیتوب هم وي.
 ولسمشر غني په داسې حال کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د خپلواکۍ د درناوي غوښتنه کړې ده چې د امریکا سفیر په دې وروستیو کې د کمېسیون په مرکزي دفتر کې ډیر لیدل کېږي او ویل کېږي چې ان د نتایجو تر مرکزه پورې تګ راتګ کوي.
نښې نښانې داسې ښيي چې د امریکا سفیر جان باس د اشرف غني سرسخته مخالف او د عبدالله پر خوا یې تمایلات او ملګرتیا ډېره ده.
https://avapress.com/vdcd5s0f5yt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته