کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه چارواکي په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

ازادی رادیو , 23 میزان 1398 ساعت 16:48

د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې امنیتي چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۷ طالبان په هوايي عملیاتوکې وژل شوي دي.



د فراه د پولیسو ویاند، محب الله محب نن (اکټوبر ۱۵مه)، ازادي راډیو ته وویل چې په بالابلوک کې هوايي عملیات ګډو ځواکونو کړي دي.
ښاغلي محب زیاته کړه، د فراه ښار په مرکزي سیمو او شااوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي، دا عملیات به تر هغه روان وي چې د فراه ښار په شاوخوا کې ټول کلي تصفیه او تلاشي شي.
طالبانو په بالا بلوک کې د خپلو ۷ وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 193182

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193182/د-فراه-چارواکي-په-بالابلوک-ولسوالۍ-کې-۷-طالبانو-وژل-کېدو-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com