دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 193183
د۲۰۱۹کال په ټاکنو کې تاوتریخوالی - په افغانستان کې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالی او پرملکیانو یې اغیز
دیوناما موندنې ښيي، چې د ټاکنو په بهیر شويو بریدونو کې ۴۵۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۸۵ وژل شوي او ۳۷۳ ټپیان). په دې ډله کې ۲۷۷ تنو ملکیانو ته (۲۸ تنه وژل شوي او ۲۴۹ ټپیان) د سپټامبر په ۲۸مه د رایې ورکولو په ورځ ترسره شویو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې یو پردریمه یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دسیاسي پلاوي (یوناما) لخوا ننی ځانګړی خپور شوی رپوټ د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي په خاص ډول په قصدي توګه د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګډوډولو په موخه د طالبانو لخوا د ویرې او تاوتریخوالي کمپاین له کبله رامنځ ته شوي سخت اغیز توضیح کوي.
دیوناما موندنې ښيي، چې د ټاکنو په بهیر شويو بریدونو کې ۴۵۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۸۵ وژل شوي او ۳۷۳ ټپیان). په دې ډله کې ۲۷۷ تنو ملکیانو ته (۲۸ تنه وژل شوي او ۲۴۹ ټپیان) د سپټامبر په ۲۸مه د رایې ورکولو په ورځ ترسره شویو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې یو پردریمه یې ماشومان دي.
دغه رپوټ نه یوازې ملکیانو ته د ټاکنو دګډوډولو په موخه د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو بریدونو په مټ ور اوښتي زیانونه، چې ۸۰ په سلو کې یې د ټاکنو اړوند ملکي مرګ ژوبله ده، مستند کړي، بلکې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال او د ټاکنو په ورځ یې د طالبانو لخوا د ملکي افرادو په وړاندې د تښتونو، ګواښونو، ډارونې او ځورونې نمونې هم په ګوته کړي دي.
د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: ”دغه بریدونه او د طالبانو لخوا خپره شوې رسمي اعلامیه ښيي، چې دوی په قصدي ډول سره وغوښتل ټاکنیز بهیرونه وننګوي او افغانان له ویرې او ترهې پرته په ازاد ډول په دغه مهم سیاسي بهیر کې د برخې اخیستو له حق څخه محروم کړي.“ هغه وویل: ”ډیرافغانان په داسې حال کې چې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ وو خپله رایه یې ورکړه، چې زه ددغه زړور عمل ستاینه کوم. “
پرټاکنیزو مرکزونو د بریدونو د قصد لرلو له کبله ملکیانو ته خبرداری ورکول، د نړیوال بشر دوستانه قانون پراساس ښکیلې ډلې له خپلو مکلفیتونو نشي خلاصولی. پردې سربیره، په ملکیانو کې د ویرې خپرولو په موخه له تاوتریخوالي ډکې چارې ترسره کول د نړیوال بشردوستانه قانون پراساس منع شویدی.
ښاغلی یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی وویل: ”د رایې ورکونکو، د ټاکنو د کارکونکو، کمپاین کونکو، د ټاکنیزو غونډو او د رایې ورکولو مرکزونو په وړاندې په قصدي ډول د تاوتریخوالي د عمل ترسره کول په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی.“ هغه وویل: پرملکي وګړو پراخ یا سیستماتیک بریدونه ممکن د بشریت په وړاندې جنایت وبلل شي او بې له شکه چې ملګري ملتونه هغه غندي. “
د بشري حقونو د نړیوال قانون پراساس، هرشخص حق لري، چې له تبعیض او منطقي محدودیت پرته په عامه چارو کې برخه واخلي، رایه ورکړي او حکومت ته انتخاب شي. ټول اتباع، که هغه رایې ورکونکي دي، که کاندیدان دي او یا د ټاکنو اړوند کارکونکي، حق لري چې د ټاکنو د ټول بهیر په هره برخه کې له ویرې او ترهې خوندي او لیرې وي.
https://avapress.com/vdcaaen6e49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته