دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 193190
نصیرالدین: پاکستان دې د جګړې لپاره چين او یا هم فلسطين ته لاړ شي
په هند کې د صوفيانو د یوې ډلې یوه غړي نصیرالدین چیشتي پرون د جمو کشمیر څخه لیدنه کړې، نوموړي هغه مهال د پاکستان په لومړي وزير عمران خان سخت انتقاد وکړ، چې په کشمير کې يې د جهاد غوښتنه کړي وه.
نوموړي له جمو کشمیر څخه د لیدنې پر مهال وويل چې لومړي وزیر عمران خان ته شرم پکار دی چې په کشمير کې د جهاد غوښتنه کوي. هغه د عمران خان پر ضد وویل چې هندوستان د مسلمانانو لپاره له پاکستانه ډیر بهترین هيواد دی.
نوموړی په خپلو څرګندونو کې زیاتوي پاکستان باید د جګړې لپاره چين او یا هم فلسطين ته لاړ شي. مونږ د دوی مشورو ته اړتیا نه لرو.
  • چيشتي همدا راز زیاتوي، چې کشميري اوسيدوونکي دومره هم د انساني حقونو څخه محروم ندي لکه پاکستان يې چې ادعا کوي.
    هغه وایي(( مونږ له سيمو خلکو سره لیدنې وکړه، دوی د انساني حقونو د هيڅ سرغړنو څخه شکايت نه دی کړی. د پاکستاني پروپاګند ټول دروغ دي. هو دا منم چې تبليفوني خدمات نشته، کله چې دومره ستر ګام پورته کيږي،داسې کارونه حتمآ پيښيږي.)
چيشتي وایي چې کشمير د هندوستان برخه ده،کله چې ددغه هيواد کومې برخې ته زیان رسيږي. درد يې ټولو هیوادولو ته رسيږي.
نوموړي په کشمیريانو غږ وکړ، چې د کینسر د ناروغۍ ښکار نشي چې هغه تروريزم دی. او د جهاد په نامه پروژه چې د دغه ګاونډي پاکستان لخوا په مخ وړل کيږي.
د کشمیر په سر د هند او پاکستان کړکیچ وروسته له هغه زور واخېست، چې د هند دولت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده، چې له مخې یې کشمیر او جمو ځانګړې خودمختاري درلوده، لغوه کړه.
خو هند دغه مسئله یوه داخلي مسئله بللې او ویلي دي، چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دريځ او ځای نه لري.
هندي چارواکي وایي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي تروریزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي او د پاکستان له لوري د جمو او کشمیر د مسئلې له نړیوالو کولو سره مخالفت کوي.
خو پاکستان ادعا کوي چې له رامنځته شوي کړکیچ سره سم هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته په زرګونه نور هندي ځواکونه لیږلي دي او د دوو میاشتو راهیسې د احتمالي برید له ویرې یې په زرګونه هندي او بهرني سیلانیان رسمآ له یادې سیمې ویستلي دي.
پاکستان داهم وایي، هند حکومت د کشمیر په سیمه کې په عامو ځایونو کې په غونډو بندیزونه لګولي، دغه راز یې ښوونځي هم رخصت کړي او پر ټیلیفوني شبکو او انټرنېټ باندې یې هم محدودیتونه لګولي دي.
کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.
هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.
https://avapress.com/vdci3pazut1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته