دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 193191
نیپالي پراس خدکا له کپتانۍ استعفا ورکړه
د نيپال کريکټ ملي لوبډلې مشر پراس خدکا له خپلې کپتانۍ څخه استعفاء ورکړه، د نوموړي د استعفاء خبر یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راځي چې تيره ورځ کریکټ نړيوالې شورا په نيپال کريکټ بورډ لګول شوي بنديز ليرې کړ. او بيرته يې خپل غړيتوب ورکړ.
نيپال کريکټ بورډ د ای سي سي لخوا په بورډ کې د نه شفافيت او همداشان د حکومت د مداخلې له کبله د بنديز سره مخ شوی و.
پراس خدکا د کپتانۍ څخه د استعفاء خبر پخپله ټويټر پاڼه کړئ، نوموړي لیکلي ډیر ښه خبر چې نیپال څخه بنديز اوچت شو او پدې هيله چې نوي کميټه د نيپال کریکټ په جوړښت کې ښه رول ادا کړي.
هغه وويل: (( ډیره غټه خبره ده چې نيپال کريکټ څخه بنديز لیرې کړل شو. او پدې هيله چې دا نوي کميټې د نيپال کريکټ په رغوي کې مهم رول ادا کړي.))
داسې ښکاري چې پراس خدکا د نيپال کریکټ بورډ سره د مشورې پرته له کپتانۍ استعفاء ورکړي ده.
د نيپال کريکټ ادراې نوي ټاکل شوي مشر چاتور بهادور چاند او او عمومي سکرتر اشوک نات پایکورل ويلي دوی د پراس خدکا د پريکړې په اړه معلومات نه لري او د رسنیو له لارې خبر شوي.
چاند وویل: (( مونږ سره هغه مشوره نده کړې. او دده خبر مو د رسنيو له لارې ترلاسه کړ.))
پايکورل بیا وويل: (( ما د پراس خدکا د استعفاء خبر د ټولنيزې رسنۍ له لارې ترلاسه کړ.خو مونږ پدې اړه معلومات نلرو چې دا به د هغه رسمي اکاونټ وي او يا نه. يو ځل چې رسمي استعفاء وشي بیا به نور ګامونه پورته شي.))
د يادولو وړ ده چې پراس خدکا په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې د نيپال کریکټ په ملي لوبډله کې راښکاره شو او وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د ۲۲ کلنۍ په عمر د يادې لوبډلې د مشر په توګه وټاکل شو.
د نوموړي تر مشرۍ لاندې نيپال کریکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د ای سي سي ورلډ کریکټ ليګ پنځم ډيويژن پړاو سيالیو اتلوالي خپله کړه. او له هغې وروسته بيا نيپال په ۲۰۱۸ کال کې د ای سي سي لخوا د یو ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.
پدې وروستيو کې نوموړي نيپال لوبډلې ته اماراتو خلاف په يو ورځنیو لوبو سيریز کې هم بریا ور په برخه کړه.
خدکا د نيپال لپاره د يوه کپتان په توګه شپږ يو ورځنۍ لوبې کړي چې درې يې ګټلي او درې یې بايللي. نوموړي په ۲۶ شل اوریزو لوبو کې کپتان پاتي شوی چې يوولسو کې يې بریا خپله کړي ده.
https://avapress.com/vdcjhtevvuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته