دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 193192
زابل کې هوايي بریدونو ۱۳ وسله وال طالبان وژلي
د زابل امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شاجوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا په وژل شویو کې د یادې ډلې دوه سرګروپان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcaoen6u49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته